امنیت

په نيمروزکې په لسګونو روږدي کسان راټول کړاى شول

٦٠-کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د نيمروز پوليسو نن د نشه يي توکو ٧٤ تنه روږدي کسان د دغه ولايت له مرکز زرنج ښار څخه راټول کړل .
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو دغه روږدي کسان له زرنج ښار څخه راټول او د درملنې لپاره يې روغتون ته ولېږدول.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا