ټولنه

په هرات کې اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۱۳ مه / باختر
په هرات کې پر ۵۰۰ اړو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
زیاتره دغه کورنۍ په خپلو سیمو کې د سېلاونو، د کروناویروس د خپرېدو او جګړو له امله زیانمنې شوې دي او سملاسي مرستې ته اړتیا لري.
د هرات د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د احساس مرستندوی بنسټ په دې دروه کې پر ۵۰۰ کورنیو له درېیو میاشتو تر شپږو میاشتو پورې غوړي، لوبیا، چای، مالګه، بسکوېټ او د ماشومانو مغزي توکي وویشل.
مسوولین وایي چې له اړو او بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ دغه راز دوام لري.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا