
کابل/ د مرغومي٥مه / باختر
په هرات کې په دې وروستيو کې ترافيکي پيښې زياتې شوې دي.
د وړاندې شويو شميرنو له مخې په هرات کې په تيره يوه اوونۍ کې٧ ترافيکي پيښې شوې چې له امله يې ١٧کسان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
دهرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکترعارف جلال باخترآژانس ته وويل: سږکال په هرات کې د تيرکال په پرتله ١٠ سلنه ترافيکي پېښې زياتې شوي دي چې په يوه ورځ کې ددغو پيښو له ٢٠ تر٣٠ ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب وويل په تيرو ٩ مياشتو کې د هرات په حوزي روغتون کې ٧٦٢٨ تنه ټپيان او٢١٠ تنه مړي ثبت شوي دي.
په هرات کې د ترافيکي پيښو د زياتوالي علت د پاکستان لاس موټرونه، د ترافيکي قوانينو نه راعايتول او د نقليه وسايطو بې پروايي او ګړندى تګ بلل شوى دى.
پاى \ ذ