ټولنه

په هرات کې سلکونو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په هرات کې سلګونو اړو کورنیو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې.
پر دغو کورنیو د کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او چای ووېشل شول.
د هرات د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دغه ولایت کې د دوو ورځو په بهیر کې پر څه دپاسه ۴۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
یادو کورنیو د جګړو، سېلاوونو او د کروناویروس د خپرېدو له امله زیانمنې شوې دي.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا