امنیت

په هلمند شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د هلمند پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۶ تنه د جنايي جرمونو په اړوند ونیول.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه کسان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پلټنې په بهیر او عملیاتو کې نیولي دي.
خبرځای زیاته کړه چې پر یادو کسانو د غلا، انسان تښتونې او له سند پرته جنګي وسایلو د لېږدولو تور لګول شوی دی.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا