امنیت

په هلمند ولايت کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل او نيول کيدل

کابل باختر دسلواغي  دويمه

  څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له افغان ځواکونو سره دجګړي په بهير کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول .

  دغه جګړه  پرون دموسى قلعه  ولسوالۍ دلندي ناوي په سيمه کې  له هغه وروسته رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان ځواکونو په کتار  وسله وال بريد وکړ .

 دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې  څلور تنه طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور يې  د پوليسو له خوا ونيول شول .

 دهلمند دوالي ويندوى وويل په دې پيښه کې افغان ځواکونو  اوملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا