امنیت

په هلمند کې دځانمرګي بريد له امله ديارلس تنه ووژل شول .

٢٠-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  په هلمند ولايت کې ديوځان مرګي بريد له امله لس تنه ملکي وګړي او درې تنه پوليس ووژل شول اوڅه ناڅه  شل تنه نور ټبيان شول .

  داپيښه پرون مازيګر دکجکي  ولسوالۍ په نوى بازار کې  وشوه .

 درارسيدلو  خبرونو له مخې،  يوځانمرګي  بريد کوونکي چې په موټرسايکل  سپورو  ځان يې په دغه ګڼ ميشت بازار کې وچاوه .

 دهلمند  دوالي ويندوى داود احمدي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ،په دې پيښه کې ددريو تنو پوليسو په ګډون ديارلس تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي .

  داود احمدي زياته کړه: ددې پيښې  په ټپيانو کې څوتنه پوليس شامل دي

  له بلې خوا دهلمند دمرکزي  روغتون ډاکترانو ددغې پيښې دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

  په څو وروستيو مياشتوکې داپه هلمند کې دملکي وګړو ډيره  خونړۍ  پيښه ده. 

ديوبل خبر له مخې ،   دهلمند ولايت دناد علي ولسوالۍ  دملي امنيت مدير او دټولنيزې شورا يو غړي په يوه چاودنه کې ووژل شول .

 داپيښه پرون دناد علي ولسوالۍ دامنيت دمدير ولي محمد کور دروازې ته څيرمه وشوه .

   درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه بم چې دولي محمد دکور دروازې ته څيرمه ايښودل شوى و هغه وخت وچاوديدچې دامنيت مدير له څوتنو سيمه ئيزو مشرانو سره له کور څخه وتلي و .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا