امنیت
په هلمند کې دچاودنې له امله يو پوليس ووژل شو . او دوه تنه نور تپيان شول

کابل باختر دمرغومي دري ويشتمه
په هلمند ولايت کې دبم دچاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه تنه نور يې ټپيان شوى .
داپيښه د پنجشنبې په شپه ددغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې دګاني په سيمه کې دپولسو دګزمي موټر دتيريدو په وخت کې شوې ده .
پوليس وايي طالبانو دګاني په سيمه کې کنترولي بم په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى کړى و او دپوليسو موټر دتيريدو په وخت کې يې چولى دى .
دهلمند ولايت پوليسو دباختر اطلاعاتي اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي چې ددې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه تنه نور يې سخت ټپيان شوي دي .