سیاستخبرونهفرهنګ

په هلمند کې د ازادۍ راډیوخبریال د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر

د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو د رسا غږ د خاموشولو په موخه نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ راډیو د سیمه ییز خبریال محمدالیاس داعي پر موټر د ماین په چاودنه کې نوموړی شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.

دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

جمهورريیس غني وویل، تروریستي ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ  نشي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا  ودې ته ژمن دی.

جمهور ريیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د شهید محمدالیاس داعي کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي، د هغه ټپي ورور او د پېښې نورو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.

پاى- سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا