خبرونهامنیت

په هلمند کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه له منځه لاړه

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر

په هلمند کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه په هوايي بريد کې له منځه يوړل شوه.

دغه زېرمه د ناوې ولسوالۍ په يوه پټنځې کې وه چې تېره شپه د هوايي ځواکونو په بريد کې لمنځه لاړه.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې           په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو يو پټنځاى له جنګي وسايلو سره یې له منځه          يوړل شو.

هغه وويل چې په دې زيرمه کې لسګونه سپک او درانده جنګي وسايل او سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ساتل کېدل.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو چاودېدونکي توکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي وو.

په وروستيو لسو ورځو کې په هلمند کې دا د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو او چاودېدونکو توکو درېيمه زېرمه ده چې د هوايي ځواکونو په بريد کې لمنځه وړل کېږي.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا