امنیت

په هلمند کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه له منځه يوړل شوه

٧- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې د وسله والوطالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه زېرمه له منځه يوړل شوه.
دغه زېرمه په نادعلي ولسوالۍ کې په يوه پټنځي کې ساتل کېده او تېره شپه د هوايي ځواکونوپه برېد کې له منځه يوړل شوه.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو پټنځاى او د جنګي وسايلو دغه زېرمه له منځۀ وړل شوې ده .
هغه وويل په دې زېرمه کې په سلګونو سپکې او درندې وسلې او په زرګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ساتل کېدل.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ وسله والوطالبانو دغه چاوديدونکي توکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راولي و.
دوه شپې مخکې هم په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه زيرمه د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې له منځه وړل شوې ده .
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا