خبرونهامنیت

په هلمند کې د طالبانو یوه طرحه ناکامه شوه

۲۹- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
په هلمند کې پر یو پوځي سرتېري د وسله والو طالبانو طرحه ناکامه شوه.
امنیتي ځواکونو د دغه سرتېري په موټر کې ځای پرځای شوي ماین په لښکرګاه ښارکې د پلتنې په پوسته کې کشف او شنډ کړ.
د هلمند د لښکرګاه ښار د نهمې حوزې آمر قدرت الله ورورک باختر آژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د یاد سرتېري په موټر کې د پلټنې په وخت کې یو ځای پرځای شوی ماین کشف او شنډ کړ.
هغه وسله وال طالبان د دغه پېښې مسوول وباله او ويې ویل چې د دغې ناکامې ماین ښخونې د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا