امنیت

په هلمند کې د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه له منځه يوړل شوه

۱۶- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه تېره شپه د هلمند په نهرسراج کې په هوايي بريد کې له منځه يوړل شوه.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: هوايي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو پر يوې زېرمې بريد وکړ او له منځه يې يوړه.
امان وويل چې تروريستانو دغه چاودېدونکي توکي د ماينونو د جوړولو او په یادې ولسوالۍ کې د ملکيانو د تګ راتګ په لارو کې د ښخولو په موخه راوړي وو.
ختم-شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا