خبرونهامنیت

په هلمند کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
اوولس وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول او ١٠ نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د ناوې، نهر سراج، نادعلي او د سنګين په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
د هلمند يو جګپوړي امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نورټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ دوه وسله وال طالبان په هلمند کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل د لښکرګاه ښار ته څېرمه ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا