امنیت

په هلمند کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
څوارلس تنه په هلمند کې په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول شول.
پر دغو کسانو د غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو، شوکمارۍ او له غیر قانوني وسلو سره د ګرځېدو تور لګول شوى دى.
د هلمند پوليسو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کسان د هلمند په مرکز او يوشمېر ولسواليو کې د عملياتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې نيول شوي دي.
له نيول شويو کسانو څخه نشه يي توکي، وسلې او غلا کړاى شوي مالونه ترلاسه شوي دي.
ختم –ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا