خبرونهاقتصاد

په هېواد کې د مالتې حاصلات د دغې ميوې د وارداتو د کمښت سبب شوى دى

٤٠- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په هېواد کې د مالتې زياتوالي د دغه محصول د واردولو لپاره اړتيا کمه کړې ده اوسږکال د تېرکال په نسبت په کابل کې د ننګرهار د مالتې بازار ښه شوى دى او د هېواد سوداګر هم په هېواد کې د وطني حاصلاتو د پېرودنې او پلورنې له پلوه خوښ دي.
يو سوداګر عبدالمتين وايي د وطني مالتو بازار سږ کال ډېرښه دى خو هغه محصولات چې له پاکستان څخه واردوو سوداګرو ته يو زيان دى.
د کرنې او اوبولګولو د وزارت مسوولين وايي په روان کال کې په ننګرهارکې د مالتې حاصلات پنځه سوه زره ٣٠٠ ټنو ته رسېږي او په کونړکې هم د مالتې حاصلات ١٠ سلنه زياتوالي ښيي.
د کابل ښار د مالتې پلورونکى محمد حامد وايي چې د هېواد مالته ښه کيفيت اوخوند لري ، موږ د پاکستان مالتو ته اړتيا نه لرواو د هېواد بڼونه ښه حاصلات لري.
هغه زياته کړه په دې هيله چې په دې برخه کې زيات پرمختګ وکړو.
تېرکال په کونړکې د مالتو حاصلات ٨٩٨ ټنه و او سږ کال ٩٨٨ ټنو ته رسېدلى دى.
په ننګرهار ولايت کې د کانال د بنونو په ګډون د مالتو١٢٥٠هکتاره بڼونه شته .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا