روغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۱۴۶ نوې پېښې ثبت شوې

۴۳- کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۱۴۶ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۱۴۶ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زرو ۶۰۹ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۴ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۵۸۱ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زرو ۹۶۷ ته رسېدلی دی.
پاى\ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا