خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيان وزياتوالي

٣٨- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمي څپې د خبردارۍ په ترڅ کې د دغه ويروس د ٢٦٣نويو پېښو د ثبتولو او د ٢٢ تنو د مړينې خبر ورکړ.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ د کرونا ويروس د ٢٦٣نويومثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېوادکې په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٤٦٩٨٠تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتوکې د ٢٢ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ١٨٢٢ تنو رسيدلى دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٧٠٢٦تنو ته رسيدلي دي.
د عامې روغتيا د وزارت سرپرست ډاکتر احمدجواد عثماني د هېواد خلکو ته خبردارى ورکوي چې د کرونا ويروس د خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
د ماسک اغوستل، د واټن رعايتول او له لاس ورکولو اوښکلولو څخه ډډې کول د کرونا ويروس د مخنيوي په لاره کې اساسي روغتيايي لارښوونې دي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا