خبرونهروغتیا

په هېواد کې په کروناویروس ۱۱ اخته کسان مړه شول

۳۶- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۵۲ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۵۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۶ زرو ۲۱۵ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۱۱ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۷۶۳ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زرو ۷۳۱ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر احمدجواد عثماني خلکو ته خبردارى ورکوي چې د کروناويروس د خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي. د ماسک اغوستل، د واټن رعايتول، د لاس ورکولو او ښکلولو ډډې کول د کروناويروس د مخنيوي په لاره کې اساسي روغتيايي لارښوونې دي.
ختم-ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا