نړۍ
په ويتنام او کمبوديا کې دچرګانو دانفلونزا له امله دمړينې خبر ورکړ شوى دى .

١٩-هانوي باختر دمرغومي نهه ويشتمه
يو ويتنامي بزګر او مالدار لومړنۍ سړى و چې دچرګانو د انفلونزا ناروغي له امله مړ شوى دى او دويم سړى په دغې ناروغي داخته کيدو له امله مړ شوى دى چې دويتنام دګاونډي هيواد يعني کمبوديا اوسيدونکي و .
دويتنام روغتيايي مامورينو نن وويل، ويتنامي بزګر اتلس کلن و او ددغه هيواد په جنوب ميکانګ سيمه کې يې ژوند کاوه چې دسختي تبي اودسالڼدي دناروغي له امله مړ شو .
تراوسه پورې څيړونکو دانه ده ثابته کړې چې دى څه ډول د يوې ډلې الوتونکو له خوا ددغې ناروغي په ميکروب اخته شوى دى .
په همدې حال کې دکمبوديا روغتيايي مامورين وايي يو دوه کلن هلک چې دچرګانو دغوښي له خوړولو وروسته دچرګانو دانفلونزا په ناروغي اخته شوى و ، پرون مړ شو .