نړۍ

په پاکستان کې د يو جګپوړي فعال دمړى موندل

دبلوچستان ايالت روغتيايې خبرځايونه وايې ددغه رياست په مند ښارګوټې کې يوله  دوو ترلاسه شويو مړو  څخه دبلوچستان  دجمهوريت غوښتونکي ګوند داطلاعاتو  دڅانګي  ديوه ستردستيار جليل  ريکى  دى .

  دباختر اطلاعاتي اژانس دپاکستان ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دخبري سايت له خولې خبر ورکړ چې دغه سړى په  ٢٠٠٩  کال کې دکويټي ښار دسرباب له سيمې څخه تښتول شوى و .

 داپه داسي حال کې ده چې پاکستاني  رسنيو  ديوبل مړى  دترلاسه کولو چې يو سوداګر دي هم خبر ورکړ

 دبلوچستان دجمهوريت غوښتونکي  ګوند دد غه  ګوند ديو جګپوړي  غړى  جليل ريکى وژل کيدل  په کلکه وغندل  او په دغه ايالت کي يي درې ورځنې اعتصاب غوښتنه وکړه .

 ديوبل خبر له مخي نن سهار دکويتي ښار دشهباز  تاون ناحيي ته څيرمه دبم دچاودنې غږ اوريدل شوي دي  خو تراوسه پورې ددغې پيښې جزئيات نه دي خپاره شوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا