ټولنه

په پروان کې بېوزلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

۳۲- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د فرهاد دریا خیریه بنسټ پرون په پروان کې پر څه دپاسه ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ژمني مرسته ووېشله.
د هېواد د نامتو ځوان سندرغاړي فرهاد دریا خیریه بنسټ استازي باختر آژانس ته وویل چې په دې مرسته کې د صندلۍ بړستنې، شړۍ، ژمني جامې او سکاره شامله ده چې پر ۱۰۵ بېوزلو او اړو کورنیو ووېشل شوه.
ویل کېږي د فرهاد دریا خیریه بنسټ پخوا هم له ۴۰۰ مستحقو کورنیو سره مرسته کړې وه.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا