خبرونهښوونه او روزنه

په پروان کې د نجونو د يو ښوونځي د جوړولوکار پيل شو

٤٤- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په پروان کې نن د نجونو د يو ښوونځي د جوړولوکار پيل شو.
د پروان د ښار جوړولو رييس غلام محممد غبارغياثي باختراژانس ته وويل چې د مير عبدالکريم معقول ښوونځى د ښار جوړونې له بودجې څخه په پاخه اواساسي ډول په دريو پوړونوکې د څه د پاسه ٤٣ ميليونوافغانيو په لګښت په ٦٥٠متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړېږي.
په دغه ښوونځى کې ١٨ درسي خونې، اداري خونې ، د اوبوڅاه او انګړ په پام کې نيول شوي دي.
د دغې پروژې د کار د پرانستلو په وخت کې د پروان والي د ادارو مسوولانو برخه لرله .
ختم- شکريه- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا