ټولنه

په پروان کې سلګونو اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

٣٦- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
په پروان کې نن څه دپاسه ٣٠٠ اړو کورنيو ته خوراکي اوغير خوراکي توکي ووېشل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د مسلم هند موسسې په پروان کې په ٣٠٠ اړو کورنيو اوړه، غوړي، وريجې ، بوره،لوبيا ،شړۍ ا وپټوګان وويشل.
د يوبل خبرله مخې د کمک مرستندوى دفتر په هغو اتو کورنيو چې د کورنۍ يو شمېر غړي يې د کاپيسا په پل صياد کې په يوې چاودنه کې له لاسه ورکړي وو دوه بورۍ پنځوس کيلويي اوړه، دوه بورۍ ٢٤ کيلويي وريجې، درې بوتله پنځه ليتره غوړي، وچ چاۍ، شامپو، صابون او د لوښو مينځلومايع وويشلې. ختم_ شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا