ټولنه

په پروان کې سېلاوځپلوکورنیو ژمنې جامي مرستې ترلاسه کړې

٣٦- کابل / د مرغومي ۱۶ / باختر
د هېواد د ځوانانو کاروان د پروان د کار او ټولنیزوچارو ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې سېلاوځپلوکورنیو ته ۹۰۰ بستې ژمنې جامي ووېشلې.
د دغه کاروان استازي ثناالله ځاځي باخترآژانس ته وویل چې دغه کاروان ۹۰۰ بستې ژمني جامې چې له کابل څخه ټولې کړې وې د پروان په ورستيوسېلاوځپلوکورنیو ووېشلې.
هغه وویل چې د دغو مرستو د وېشلوپه وخت کې د پروان والي هم شتون درلود.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا