ټولنه

په پروان کې سېلاو ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

۲۸- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په پروان کې نن سېلاو ځپلو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش بهیر پیل شو.
د پروان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده پر څه دپاسه یو زرو ۳۰۰ کورنیو چې کورونه یې د سېلاوونو د راوتلو له امله ویجاړ شوي دي؛ نغدې پیسې ووېشي.
هغه وویل: پر هرې کورنۍ چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی، ۱۲۳ زره افغانۍ او پر هرې کورنۍ چې کور یې یوڅه ویجاړ شوي ۱۰ زره افغانۍ وېشل کېږي.
پای/سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا