امنیت

په پروان کې یوه ښځه ووژل شوه

۳۱- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې یوه مور وواژه او ماشوم یې ټپي کړ.
د پروان پولیسو یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والوکسانو دغه ښځه د دغې ولسوالۍ په خواجه محمد خېلو کلي کې په کور کې يې په ډزو سره ووژله او ماشوم یې ټپي کړ.
هغه وویل چې یرغلګرو له ساحې څخه وتښتېدل او د دوی د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.
د یو بل خبر له مخې:
د پروان په مرکز کې د یو ساختماني شرکت درې ځوان کارګران د ګازنیولو له امله مړه شول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وویل چې دغه ځوانان له ۲۰ څخه تر۲۵ کلونو پورې او د یو ساختماني شرکت کارکوونکي وو چې د چاریکارو ښار په تتمدرې کلي کې د ګازنیولو له امله مړه شوي دي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا