خبرونهامنیت

په پروان کې یو سړی د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول شو

چاریکار / دلیندۍ / ۲ /باختر
د پروان پولیسو نن په دغه ولایت کې یو سړی د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیوه.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند سلیم نوري د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه سړی هغه وخت په سالنګ ولسوالۍ کې ونیوه چې نشه یي توکي يې د یو موټر په واسطې د شمال له لوري کابل ته لېږدول.
هغه وویل چې له دغه سړي څخه پنځه کیلو او پنځه سوه ګرامه چرس تر لاسه شول . پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا