خبرونهامنیت

په پلخمري کې يوتن د ماين په چاودنه کې ووژل شو

٣٨- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په پلخمري ښار کې نن د دوو مقناطيسي ماينونود چاودنې له امله يوملکي ووژل شو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت باختراژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو دغه ماينونه د استوګنې د کور دروازې ته څيرمه ځاى پرځاى کړې و.
بشارت زياته کړه د دغو چاودنو له امله چې د پلخمري ښار د دويم بند د ښارګوتې په ساحه کې رامنځته شوې يوملکي ووژل شو.
د بشارت د څرګندونوله مخې؛ د دغې پېښې د عاملينو د پېژندلو اونيولو لپاره د امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوي دي.
ختم_ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا