خبرونهورزش

په پنجشير کې د فوټبال ښوونکي روزل کېږي

٤٣- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د هېواد د فوتبال فدراسيون د پنجشير د فوټبال ښوونکي او ورزشکاران روزي.
د هېواد د فوټبال فدراسيون يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ورزشکاران او ښوونکي د پنجشير په مرکز بازارک کې د مارشال محمد قسيم فهيم په لوبغالي کې زده کړې کوي .
د پنجشير د فوټبال فدراسيون رييس نور احمد احمدي باختراژانس ته وويل چې په دې روزنيز پروګرام کې د پنجشير د ٧ ولسواليواو د دغه ولايت د مرکز د فوټبال ښوونکو او ورزشکارانو ګډون کړي دي او د يوې اوونۍ لپاره زده کړه کوي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا