ټولنه

په پنجشير کې عمومي اشر وشو

٥٤- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
په پنجشير کې نن د پاکى او صفايي په خاطر عمومي اشر وشو.
دغه اشر د پنجشير د مرکز بازارک ښاروالۍ د يوې ورځې لپاره د دغه ولايت په رخې ولسوالۍ کې ترسره کړل.
د بازارک ښاروال انجنير حسيب الله کمال وويل په دې اشر کې ټاکل شوې ده د رخې د بازار شا وخوا سيمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شي .
هغه زياته کړه په دې اشر کې د ښاروالۍ ټولو کارکوونکو ګډون کړى دى .
په دې اشرکې د کثافاتو د راټولولو او لېږدونې په خاطر د تنظيف موټرونه هم چمتوکړى شوي و.
د دغه اشر په پيل کې د پنجشير ولايت د رخې ولسوال حامد روشن د بازارک ښاروال انجنير حسيب الله کمال او د دولتي ادارو يوشمېر کارکوونکو ګډون کړې و .
ختم_ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا