ټولنه

په پنجشېر کې د څلورو پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو

۲۷- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
څلور پرمختیایي پروژې نن په پنجشېر کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پنجشېر د ولسي تړون د دفتر مسوول انجنیر رفیع سنګي وویل: په دغو پروژو کې د اوبو کانالونه، د څښاک اوبو یوه شبکه او د برېښنا یوه کوچنۍ دستګاه شامله ده چې د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې تطبیق شوې دي.
د یادو پروژو د پرانیستلو په وخت کې د پنجشېر والي انجنیر کمال الدین نظامي هم حاضر و.
پای/سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا