خبرونهامنیت

په پکتيا کې څلور تنه د يو کان د غیرقانوني ايستلو په تړاو ونيول شول

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر   

په پکتيا کې په غيرقانوني ډول د يو کان د ايستلو په اړوند څلور کسان ونيول شول.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين باختر آژانس ته وويل چې دغه څلور کسان د دغه ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په غيرقانوني ډول د ډبرو سکرو په ايستلو بوخت و چې ونيول شول.

هغه وويل چې له یادو کسانو څخه يو موټر او هغه وسايل چې د کان په ايستلو کې ترې استفاده کېږي، ضبط کړي دي.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا