خبرونهښوونه او روزنه

په پکتيکا کې په زرګونو زده کوونکو نجونو مناسبت درسي ځاى ته لاسرسى وموند

٣٥- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د يوه ښوونځي په جوړولو په زرګونو زده کوونکو نجونود لومړي ځل لپاره مناسب درسي ځاى ته لاسرسۍ وموند.
دغه زده کوونکونجونو، کلونه کلونه د درسي په پرانستې ټولګيواويا تر خيمو لاندې زده کړه کوله.
د زرابي ښوونځي نوې ودانۍ په ارګون ولسوالۍ کې اته درسي خوني لري او کولاى شي په درې وخت کې د زرګونو زده کوونکو ظرفيت لري.
د پکتيکا د والي مرستيال محمد ابراهيم کټوازى باختراژانس ته وويل چې د دغې نوې ودانى جوړول، د حکومت لپاره ٢ مليونه افغانى لګښت لري.
هغه له کورنيو وغوښتل چې د خپل ځان او د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې نجونې پريږدي چې ښوونځيو ته لاړې شي او زده کړې وکړي.
د زرابي ښوونځي ودانى د پرانستلو په مراسمو کې د پکتيکا د والي مرستيال له اسلامي عالمانو، قومي مخورو او د سيمې له مشرانو هم وغوښتل چې نجونو ته د تبليغ له لارې د زده کړې زمينه برابره کړي
پکتيکا د افغانستان له هغه ولايتونوڅخه دي چې ډېرې کمې نجونې ښوونځيو ته ځي اوزده کړې مومي.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولان وايي ورځ په ورځ کورنۍ د زده کړې او تحصيل پراهميت پوهيږي اوخپلو لوڼو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورکوي.
ختم_ شکريه _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا