امنیت

په پکتیا کې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول

۳۹- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د پکتیا د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل.
د ملي امنیت یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه ماشومان فرهادالله او احسان الله نومېږي چې یوه میاشت مخکې د دغه ولایت له مربوطاتو څخه تښتول شوي وو.
هغه وویل چې انسان تښتوونکو د دغو ماشومانو د خلاصون په بدل کې له کورنیو څخه یې اته زره امریکایي ډالره غوښتي و.
هغه زیاته کړه چې د ملي امنیت منسوبینو د یادو ماشومانو د تښتولو په تړاو یو کس نیولی دی.
پای/شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا