ټولنه

په پکتیکا کې څه دپاسه ۲۰۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

کابل / د لیندۍ ۱۸ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په پکتیکا کې ۲۴۳ پروژې پلې کوي.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغو پروژو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې ۱۰ سلنه چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
په دغو پروژو کې چې د پیازو د۵۰ او د پټاټو د۸۰ زېرمتونونو، د مڼو د ۳۳ سړوخونو او د ۵۰ ممیزخونو جوړول او د سبو او مېوو د وچولو د ۳۰ لمریزو ماشینونو وېشل شامل دي؛ د ۱۶۷ میلیونو افغانیو په لګښت د پکتیکا په مرکز او اوو ولسوالیو کې پلې کېږي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا