اقتصاد

په څه نا څه دوه زره جریبه ځمکه کې د میوو نوي بڼونه جوړشول

کابل / د مرغومي ۲۴ / باختر
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداری ملي پروژې په بغلان کې په څه نا څه ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې د میوو نوي بڼونه جوړکړي ډي.
د کرنې وزارت د یوې خبرپاڼې په لېږلوسره باخترآژانس ته وویل چې دغه وزارت د بڼوالۍ او مالداری د ملي پروژې له لارې په بغلان کې سږکال په یوزرو ۹۶۷ جریبه ځمکه کې د میوونوي بڼونه جوړکړي ډي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دغوبڼونوکې د بادامو،زردآلو،مڼو،آلو،ناک، شفتالو،املوک، ګیلاس، انګور،چارمغز،انار او د توتو ونې اېښودل شوې دي.
دغه بڼونه د مرکزي بغلان، دوشي، خنجان،پلخمري، تاله اوبرفک، نهرین، بورکې، جلګې، بنو، ده صلاح، پلحصار، خوست، فرنګ او د ګذرګاه نور په ولسوالیوکې جوړشوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د دغو بڼونوپه هره جریبه ځمکه کې ٥۱۶۰ افغانۍ لګول شوی دی.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا