سیاست

په کابل کې دسويډن سفير نن له غرمي وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او خبري يې ورسره وکړې .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

په کابل کې دسويډن سفير  نن له غرمي وروسته  دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل او خبري يې ورسره وکړې

 په دې کتنه دواړو لورو دسولي دبهير ، دافغانستان  د ډيرو مهمو روانومسئلو  او هم  دعلاقي وړنورو  موضوعګانوپه باب خبرې وکړې .    دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې  دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دافغانستان دبيا جوړولو او پرمختيا په لاره کې  دسويډن  هيواد  دمرستو له امله  قدرداني وکړه  او په بيلابيلو ولايتونوکې  يې  ددغه هيواد دمرستو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

  دجمهور رييس مرستيال  څرګنده کړه: سوله بايد دتيرو ارزښتونو د قرباني کولو په بيه  نه ، بلکي  داساسي قانون ، دموکراسي اودتيري يوې لسيزې  په بهير کې  دنړيوالې ټولنې  او دافغانستان دخلکو د ګډو ارزښتونو دساتنې په چوکاټ کې  ترسره شي .

 ده زياته کړه : نړيواله ټولنه  دسولي دبهير اسانوونکي اومرستندويه  ده  او دافغانستان حکومت دې بايد ددغه بهير  رهبري کوونکي  وي . 

 دجمهور رييس مرستيال ټينګار وکړ چې دافغانستان دخلکو دشريکي په توګه  له نړيوالې ټولنې څخه دافغانستان دخلکو  هيله داده  چې دنويو ارزښتونو دملاتړ او پياوړي کولو په لاره کې  دې  دافغانستان له خلکو سره مرسته  وکړي او دافغانستان په  باب دې تيري  تيروتنې تکرار نه کړي 

 ده دغه راز  په هيواد کې ددموکراسي ټينګښت په افغانستان کې دسولي او ثبات دپراختيا  يوه اساسي  لاره وبلله .

  په دې کتنه کې  دسويډن  سفير ښاغلي پيترسن دسولي  دبهير  په اړوند دجمهور رييس دمرستيال  دخبرو  د تاييدولو په ترڅ کې دافغانستان او دنړيوالې ټولنې له ګډو ارزښتونوسره دخپل  متبوع هيواد دملاتړ  په دوام باندې ټينګار  وکړ .

    ده دغه راز  د سرپل  ، بادغيس ، جوزجان اودسمنګانو  په ولايتونوکې  دسويډن  دبيا رغونې  دولايتي ټيم  دفعاليتونو رپوټ وړاندي کړ  او ددغو مرستو  دزياتوالي  خبر يې ورکړ .

 ښاغلي پيترسن  دغه راز  دهيواد په اتلسو ولايتونوکې دسويډن کميټې  دفعاليت   تمرکزته داشاري په ترڅ کې  په نورو ولايتونوکې  ددغې کميټې دفعاليتونو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا