امنیت

په کابل کې دنشه يي توکو دپلورونکو دنيولو کمپاين

کابل باختر دجدي  ٣٠ :

ملي پوليسو  په کابل ولايت کې دنشه يي توکو  دپلورونکو  په نيولو پيل کړي دي .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :   دنشه يي توکو دپلورونکو او روږدو کسانو دنيولو کمپاين  دروان کال  د مرغومي دمياشتې له  ٢١ نيټې  څخه په کابل کې پيل شوي دي او تراوسه پوري په برياليتوب سره دوام لري .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  هغه برياليتوبونه چې تراوسه پوري  دملي پوليسو  دمنسوبينو  دهلو ځلو له امله  رامنځته شوي دي   دنشه يي توکو دپلورنې يو ديرش پيښې پيژندل شوي دي  دنشه يې توکو دوه  ديرش تنه پلورونکې نيول شوي دي ، څه دپاسه درې کېلوهيروئين  ، دوه کېلو اوپنځه سوه ګرامه اپين ، پنځوس کېلو اوڅلور سوه ګرامه  چرس  ، يو زرو اووه  اتيا بوتله الکولي مشروبات ، ديارلس مبايلونه ،  يوه تومانچه   او زر امريکايي ډالره   له تورنو کسانو څخه ترلاسه شوي دي .

ديادونې وړ ده  چې په ګډي  همغږي سره دروږدو کسانو راټولول پيل او دجنکلک په ساحه کې دوى ته  مناسب ځاى په پام کې دي  چې تر درملنې او څارنې لاندې ونيول شي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا