ټولنه

په کابل کې د اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ شو

٤٤- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د کابل د بګراميو ولسوالۍ د شا کراحمد او لوګريانو په کليو کې د ٤ر١٢ميليونوافغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار د کليود بيا رغاونې اوپراختيا وزارت له خوا د داکار موسسې په مالي ملاتړبشپړ او پرانستل شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه شبکه ٨ر٦کيلومتره اوږدوالي لري چې د جوړولوپه بهير کې يوشمير فني او غير فني کارګرانوته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
د يادونې وړ ده چې د دغې شبکې په جوړولو سره د شاکراحمد او لوګريانو د کليو خلک د څښاک له روغتيايي اوبو څخه برخمن شوي دي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا