خبرونهورزش

په کابل کې د نجونو د والېبال سیالۍ پیل شوې 

کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
په کابل کې د “کابل جام” تر نامه لاندې د نجونو د والېبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د المپیک د ملي کمېتې غړي مجیب قاري زاده رسنیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابل څخه شپږ لوبډلو ګډون کړی او درې ورځې به دوام وکړي.
په خبر کې ویل شوي چې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي او موخه یې د کابل منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو موندل دي.
پاى \ ذ
نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا