خبرونهامنیت

په کابل کې د پوليسو د يوافسر قاتل ونيول شو

٥١- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
پوليسو په کابل کې د يو افسر د ترور د عامل د نيولوخبرورکړ.
هارون چې د نشه يي توکو پلورونکي دى په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د لسمې امنيتي حوزې د ټولى قوماندان مسيح الله يې په ډزوسره وژلى دى.
افسر مسيح الله کله يې چې غوښتل تېره شپه د نشه يي توکو دغه پلورونکى د نوى ښار په ساحه کې ونيسي د هغه په ډزو سره ووژل شو.
د کابل د پوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل چې هارون نن سهار د پوليسو د ځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شو.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا