TOPورزش

په کابل کې د کرکټ ملي لوبغالی جوړېږي

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ مسوولین وايي چې د جمهوررییس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ د کابل په الوخېلو سیمه کې په ۶۰ جریبه ځمکه کې د کرکټ نوی لوبغالی جوړېږي.
‎د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ویاند فرید هوتک د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د یادې ځمکې ژمنه جمهوررییس د شپږیزې د اووم پړاو سیالیو په مراسمو کې کړې وه چې د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د رییس فرهان یوسفزي په هڅو سره پرون ځانګړې او رسمي پروسه یې بشپړه شوه.
‎په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ بورډ لوی رییس یوسفزي وویل چې جمهوررییس د افغان کرکټ د لا ډېرې پیاوړتیا په موخه په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د یوه حکم پر بنسټ ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه.
‎یوسفزي زیاته کړه: په دې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.
هغه وویل: د لوبغالي د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې د رغېدو چارې هم ډېرې ژر پیل شي او زه ژمنه کوم چې په ډېر ښه کیفیت سره به یې ټول کارونه پر مخ ولاړ شي.
یوسفزی زیاتوي چې دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي او د دې ترڅنګ به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرو تمځای، د اداري ودانۍ او نورې اسانتیاوې درلودونکی وي.
د یادونې وړ ده چې د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان کولای شي په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای ولري.
‎پای\وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا