خبرونهامنیت

په کابل کې د یو ماین د چاودنې مخه ونیول شوه

کابل / دمرغومي / ۲/ باختر
د ملي اردو ځواکونو نن په کابل ښار کې په یوه پلګي کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې مخه ونیوله .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل : یو ماین چې د طالبانو له خوا د کابل د ۱۹ حورې په اب دره کې د یوه پلګي لاندې ځای پرځای شوی و د ملي اردو د ځواکونو له خوا کشف او شنډ شو.
امان وویل: د دغو ماینونو په کشف او شنډولو سره، د یوه پلګي د ویجاړېدو مخه ونیول شوه او د لسګونو تنو ژوند وژغورل شو.
دا په داسی حال کې ده چې نن سهار، د کابل د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو د دوغ اباد په ساحه کې چاودنه وشوه چې له امله یی یو تن ووژل شو.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو له امله چاودنې زیاتوالی موندلی دی.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا