امنیت

په کابل کې هیڅوک په امن کې نه دي حتى د پارلمان وکیلان

٦- کابل/دمرغومي ۱۴/ باختر
وسله والوغلو تېره شپه د کابل له امن ځای څخه د پارلمان د یو غړي موټر او وسله له ځانه سره یوړه .
دغه پېښه په پل سرخ ساحه کې چې د کابل ګڼ مېشته سیمه ده رامنځته شوې ده.
وسله والو غلو، د ولسي جرګې د غړي امیر محمد خاکسار پر موټر برید وکړ چې یو موټر او په ساتوونکو پورې يې اړوند یوه وسله له ځانه سره یوړه .
د پام وړ خبره دا ده چې غلو د پولیسو جامې اغوستې وې او په رنجر موټر کې سپاره و.
په برید کې د ساتوونکو او غلو ترمنځ جګړه ونښته چې د امیر محمد خاکسار ٣ ساتونکي ټپیان شول او یو غل وژل شوی دی .
امیر محمد خاکسار ویلي دي چې دى په موټر کې نه و .
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي دي : زموږ کشفي او استخباراتي برخې په شدت کار کوي .
خو خلک دغه خبرې پرله پسې او کلیشه یي ګڼي او وایي :په کابل کې امنیت داسې ماتيدونکی دی چې حتی د پارلمان وکیلان چې سخت امنیت لري، په امن کې نه دي .پای شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا