خبرونهامنیت

په کابل کې ١٩ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

٤٤- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
پوليسو نن په کابل کې په څو اوپراتيفي عملياتوکې ١٩ تنه د جنايي جرمونوپه تور ونيول .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان د وسله والې غلا، په پوليسو د بريد، دغير قانوني وسلې د لېږدونې، د امن اوعامه نظم د ګډوډولو، د موبايلونو د لوتمارى، درغلى او د ټپي کولو په تور د کاپل ښار د لومړى، دويمې، څلورمې، شپږمې ، اتمې ،ديارلسمې، اوولسمې ، اتلسمې او د يوويشتمې ناحيې او د بګراميو له ولسوالۍ څخه ونيول شول.
له نيول شويوکسانوڅخه پنځه تومانچې، او يو کلاشيکوف د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
فرامرز وويل د امنيتي تړون په چوکاټ کې له پوليسو سره د خلکوهمکارى په جدي ډول دوام لري .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا