امنیت

په کابل کې چاودنه وشوه

کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
په کابل کې د يو مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يوه پوځي واسطه ويجاړه شوه.
دغه پېښه نن سهار په ٧ بجو او پنځوسو دقيقو د کابل ښار د څلورمې ناحيې د کلوله پشتې په ساحه کې رامنځته شوه .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز په کلوله پشته کې دغه پېښه تاييد کړې ده او ويلي دي چې په دې پېښه کې يواځې يوه پوځي واسطه ويجاړه شوې ده. خو د پېښې عيني شاهدانو ويلي دي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپيان شوي دي.
دا په تېرو ٤٨ ساعتونو کې په کابل کې د مقناطيسي ماين د چاودنې لومړنى پېښه ده
دوه ورځې مخکې د کابل په ځينوسيمو کې د څلورو چاودنو له امله درې تنه شهيدان او نهه تنه نور ټپيان شول.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا