امنیت

په کابل کې چاودنه وشوه

۳- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
څو شېبې وړاندې د کابل ښار په اتمه ناحيه کې چاودنه وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پېښه نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند طلايي ښارګوټي ته څېرمه رامنځته شوه.
د کابل پوليسو ياده پېښه تائيد کړې ده، خو جزئيات نه دي ورکړي.
خو عيني شاهدانو په دې پېښه کې د درېيو تنو د وژل کېدو او د يو تن د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
پرون هم د کابل ښار د لسمې ناحيې په آريا ښارګوټي کې چاودنه وشوه چې په پايله کې يو تن ووژل شو.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا