ټولنه

په کاپيسا سېلاو ځپلو نغدې پیسې ترلاسه کړې

۳۴- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
څه دپاسه دوه میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ نغدې پیسې په کاپیسا کې پر سېلاو ځپلو کورنیو ووېشل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاالدین جیلاني، د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو د حالت د څېړنې په موخه کاپيسا ته لاړ او ويې ویل: د ۳۰۰ کورنیو چې کورونه یې په بشپړ ډول ويجاړ شوي وو، پر هرې کورنۍ څه دپاسه ۱۲۳ زره افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه: پر هغو کورنیو چې کورونه یې یوڅه ویجاړ شوي وو؛ ۱۰/۱۰ زره افغانۍ نغدې پيسې ووېشل شوې.
پای/شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا