ټولنه

په کاپيسا کې بې ځايه شوي کورنى مرستې ترلاسه کړې

٤٠- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په کاپيسا کې له ٧٩بې ځايه شويوکورنيو ته نن ژمنى جامې او وسايل وويشل شول.
د کاپيسا د مهاجرينو د راستنولو د چارو آمر محمد قسيم ملک زاده باختراژانس ته وويل چې په دغو مرستو کې شړۍ، جاکټونه ،پتو ، کوښې ، دستکشې اوجرابې شته چې د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا د کاپيسا د مهاجرينو چارو د امريت په همغږى ترسره شوي دي.
هغه وويل په هرې کورنى په دغو مرستوبرسيره ١٥٣٠٠ افغانۍ نغدې پيسې هم وويشل شوې.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا